د چين نائب صدروانګ کشان به نن د پاکستان دوره کوي

د چين نائب صدروانګ کشان به نن د پاکستان دوره کوي

چين او پاکستان ترمينځه د اعلي پايه غونډو سلسله روانه ده، د چين نائب صدر وانګ کشان به نن د پاکستان په درې ورځنې دوره اسلام آباد ته راځي ،د چين نائب صدر به د صدر مملکت او وزيراعظم پشمول نورو اعلي چارواکو سره ملاقاتونه کوي،دې دوران د پاکستان او چين ترمينځه مخلتف څانګو کښې د لوظنامو او مفاهمت په ياداشتونو د لاس ليک امکان دے
خارجه دفتر لخوا جاري کړې شو بيان مطابق د چين نائب صدر وانګ کشان به نن په دري ورځنۍ دوره پاکستان ته راځي ،د چين نائب صدر به د صدر عارف علوي او وزير اعظم عمران خان سره ملاقاتونه کوي، اعلاميه کښي وئيلي شوي دي چي دې دوران به د دواړه ملکونو ترمينځه مختلف شعبو کښې د مرستې لوظنامو او مفاهمت په ياداشتونو لاس ليک کولي شي
ياده دي وي چي بيلټ اينډ روډ فورم کښي د وزير اعظم عمران خان شرکت کولو وروستو د دواړه ملکونو ترمينځه د اعلي پائي غونډو سلسله کښي تيزي راغلي ده