د چين وهان ښار کښې انتظاميے يکم ستمبر نه سکولونه پرانستو اعلان کړې

د چين وهان ښار کښې يکم ستمبر نه سکولونه کهلاويږې

د چين وهان ښار کښې يکم ستمبر نه سکولونه کهلاويږې،مقامې انتظاميے طالبعلمانو ته ماسک استعمال هدايت کړې دے،د ښار په ټولو سکولونو کښې کورونا مخنوې لپاره خصوصې انتظامات هم شوې.د کورونا وائرس وړمبې کيس تير کال نومبر مياشت کښې ووهان کښې رپورټ شوے وو،په لږ وخت کښې وائرس په دغه ښاراو هوبائې صوبه کښې خور شوے وو،ووهان کښې درويشتمې جنورۍ نه تر اتم اپريل پورې مکمل لاک ډاون وو،چينې چارواکو مطابق دغه ښار کښې وس کورونا مکمل کنټرول شوے دے.د وهان ښار انتظاميے يکم ستمبر يعنې نهې ورځې نه ټول سکولونه پرانستو اعلان کړې دے،ووهان کښې اتويشت سوه نه سيوا سکولونو کښې څوارلس لکه طالبعلمان زير تعليم دې او د موسم خزان سمسټر روان دے،مقامې انتظاميے طالبعلمانو ته فيس ماسک استعمال هدايت کړې ،ورته ئې د پبلک ټرانسپورټ نه استعمالولو مشوره هم ورکړې ده،چينې ميډيا مطابق ټولو سکولونو کښې خصوصې انتظامات شوې،سکولونو ته ضرورې آلات او دوايانې فراهمې کړې شوې دې