د چين کميونسټ پارټۍ د لوړ پوري وفد وزيراعظم مياشهباز شريف او نورو حکومتي چارواکو سره ليده کاته کړي

د چين کميونسټ پارټۍ د لوړ پوري وفد وزيراعظم مياشهباز شريف او نورو حکومتي چارواکو سره ليده کاته کړي، وزيراعظم وئيلي چي پاکستان به د اقتصادي پرمختګ، څوکالي او امن لپاره چين سره خپله همکاري دوامداره ساتي،
د چيني وفد مشري د کميونسټ پارټۍ غړي او د خارجه چارو کميشن ډائريکټر يانګ چي کوله، وفد کښې د کميونسټ پارټۍ نور مشران هم شامل وو، ملاقات دوران وزيراعظم مياشهبازشريف وئيلي چي پاکستان چين سره خپل پارټنرشپ ته د قدر په نظر ګوري، چين او پاکستان اقتصادي پرمختګ، علاقائي سلامتيا او څوکالي لپاره په ګډه کار کوي، شهباز شريف پاکستان سره د دوه اربه ډالرو مرستي باندي د چين مننه کړې وزيراعظم چيني وفد له ئي باور ورکړي چي پاکستان به د چيني وګړو سلامتيا لپاره هرقسمه ګام پورته کوي چيني وفد د خارجه وزير بلاول بهټو زرداري او آرمي چيف جنرل قمر جاويد باجوه سره هم ملاقاتونه کړي