د ډالر نوے قيمت يوسل پنځوس روپۍ ريکارډ کړے شوے

انټر بينک کښې د ډالر قيمت پنځه ديرش پيسې سيوا شوې

د روپۍ قدر نور هم کم شوے دے ،انټر بينک کښي د ډالر قيمت دوه روپۍ اواته څلويښت پيسي ګران شوے دے او دغه شان د ډالر نوے قيمت يو سل پنځوس روپئ ته رسيدلے
د روپۍ بے قدري اود ډالر بدمعاشي مسلسل جاري ده،انټر بينک کښي نن د کاروبار په موقع د ډالر قيمت کښي دوه روپۍ او اته څلويښت پيسي اضافه شوي او د ډالر نوے قيمت يوسل پنځوس روپۍ ته رسيدلے دے
ډالر قيمت کښي د اضافي سره په سټاک ايکسچينچ کښي په کاروبار هم منفي اثرات پريوتي دي او انډيکس پوائينټس کښي شپږسوه اته څلويښت پوائنټس کمے راغلے دے
ياده دي وي چي تيره ورځ ډالر قيمت په يوسل شپږ څلويښت روپئ او دوه پنځوس پيسي باندي بند شوے وو