د ډالر په مقابله کښې د روپۍ په قدر کښې کمي سلسله جاري ،نن هم د روپۍ قدر پينځه روپۍ دوه ويشت پيسے راکم شوے چې ورسره ډالر دوه سوه، شپږ اوويا روپۍ او اتۀ پنځوست پيسے ته رسيدلے،ماهرين وائي چې د پاکستان سره موجود د زرمبادله زخائر د تيرو ديارلس څوارلس کالو تر ټولو کم ترين سطحې ته راکم شويدي
تيره ورځ د ډالرنرخ چې په انټر بينک کښې په دوه سوه يو اويا روپۍ باندې بند شوے چې ئې بيا په قدرکښې پينځه روپۍ ،دوه ويشت پيسے اضافه شوي چې ورسره انټر بنک کښې ډالر دوه سوه، شپږ اوياروپۍ، اتۀ پنځوس پيسے ته
رسيدلے دے
د کرنسي ايکسچينج کمپنيز ايسوسي ايشن د جنرل سيکټري ظفر پراچا ويناده چې د ډالر په قدر کښې د دومره اضافے وجه د زرمبادله زخائر کميدل دي،وائي چې د پاکستان زخائر نور شپيتۀ کروړه ډالره راکم شوي چې ورسره د زرمبادله زخائر د تيرو دولس دريالسو کالو تر ټولو کم ترين سطحې ته رارسيدلي دي
ظفر پراچا دا هم وئيلي چې د ډالر څخه د کيپ لري کولو سره زمونږ طمعه وه چې حالات به ورسره قدرے ګزاره اوکړي ولې دوه درې ورځي پس يو وارې بيا په مارکيټ کښې مايوسي خوره شوي