د ډاکټرانو او وزير صحت ترمينځه روان کړ کچ حوالے سره سپيشل برانچ خپل تحقيقاتي رپورټ جاري کړے

پيښور کښې د ډاکټرانو او وزير صحت ترمينځه روان کړ کچ حوالے سره سپيشل برانچ خپل تحقيقاتي رپورټ جاري کړے دے او وزير اعلي ته ئې وړاندے کړيدے ۔د رپورټ ترمخه ډاکټر ضياالدين په نوشيروان برکي د انډو ګزارکړيدې ولې روستو د وزير صحت سيکورتي ګارډز په ډاکټر ضياالدين حمله کړے ده
پيښور کښې د ډاکټرانو په ايشو سپيشل برانچ رپورټ جاري کړے دے ، د رپورټ ترمخه د غونډے په مهال ډاکټر ضياالدين نوشيروان برکي سره د هسپتالونو نجکاري په اړه ميټګ ټائم اوغوختو خو نوشيروان برکي حغؤئي سره ملاويدو نه انکار اوکړو ۔روستو بيه ډاکټر ضياالدين غونډے ته راغلو او په برکي باندے انډو ګزارونه اوکړل ۔چې کله دا اطلاع وزير صحت ته ملاو شوه حغوئي هسپتال ته واګي او ضيالادين سره تکرار په محال حغوئي سيکورټي اهلکارو په ډاکټر ضياالدين تشدد شروع کړو چي په نتيجه کښې حغوئي سخت ژوبل شو۔دا تحقيقاتي رپورټ د خيبر پختونخوا وزير اعلي ته وراندے کړے شويدے ۔اوس په پته لګي چې صوبائي حکومت په دے اړه څه دريز خپلوي