د کابينې ذيلي کميټۍ د نواز شريف نوم اي سي ايل نه ويستو هيڅ فيصله اونکړه

د پخواني وزيراعظم نوازشريف صحت هم هغسې تشويشناک دے

د نواز شريف نوم اي سي ايل کښې اوساتو او کنه؟ د کابينې ذيلي کميټۍ هيڅ فيصله اونکړه ، د ذيلي کميټۍ مشر بيرسټر فروغ نسيم وائي چې د نواز شريف نوم ايګزټ کنټرول لسټ نه ويستلو يا نه ويستلو فيصله به په ميرټ کولې شي ، ذرائع وائي چې نيب اجلاس ته د ځان سره مکمل ريکارډ نه وو راؤړې د کومې په وجه چې څه فيصله نه ده شوي ،د ذيلي کميټۍ غونډه به ماسخوتن نهه نيمي بجې بيا کيږي
د پخواني وزيراعظم ميانوازشريف نوم ايګزټ کنټرول لسټ نه ويستو په معامله د کابينې ذيلي کميټۍ اجلاس د وفاقي وزير قانون بيرسټرفروغ نسيم په مشرۍ کښې شوې چې پکښې څه فيصله نه ده شوي او سرچينې وائي چې دې حوالې سره نن د شپې نهه نيمې بجې بيا ذيلي کميټۍ اجلاس طلب کړې شويدے
اجلاس کښې د نواز شريف ذاتي معالج ډاکټر عدنان،د ن ليګ ډپټي سيکرټري جنرل عطاتارړ،د نيب دوه نمائنده ګانو شرکت کړيدے
ذرائع وائي چې اجلاس کښې حکومتي اراکينو دريځ خپل کړې چې نواز شريف علاج متعلق بيرون ملک روانګۍ لپاره د نيب واضحه مؤقف پکار دې
د کابينې ذيلي کميټۍ مشر بيرسټرفروغ نسيم وئيلي دي چې دې حوالې سره به فيصله په ميرټ کولې شي
بلخوا ذرائعو وينا مطابق د کابينې ذيلي کميټۍ اجلاس کښې نيب حکامو مکمل ريکارډ د ځان سره نه وو راؤړې د کومې په وجه چې ذيلي کميټۍ اجلاس متلوي کړو او د نن د شپې نهه نيمې بجې ئې بيا راغوښتې دے