د کالعدم تحريک طالبان پاکستان او حافظ ګل بهادر ګروپ ترمینځه صلح او روغه جوړه کولو کښې خپل کردار لوبولو ته تیار دی

د خیبر پښتونخوا وزير اعلی د اطلاعاتو لپاره خصوصي مرستيال بیرسټر محمد علی سیف وئیلی دی چی هغوی د کالعدم تحريک طالبان پاکستان او حافظ ګل بهادر ګروپ ترمینځه صلح او روغه جوړه کولو کښې خپل کردار لوبولو ته تیار دی هغوی په طالبانو باندې غږ کړی چی هغوی دی اسلحه کېږدي او حکومت پاکستان سره دی مذاکراتو لاره خپله کړی O
خپل یو انټرويو کښې د بیرسټر محمد علی سیف وینا وه چی حافظ ګل بهادر ګروپ د جنګ بندی او حکومت سره د مذاکراتو لاره خپله کړی په دی کښې د دواړو ډلو ګټه ده هغوی زیاته کړه چی د اسلحه په زور باندی په پاکستان باندی قبضه کول ناممکن دی د هغوی وینا وه چی هغوی مذاکراتو لپاره افغانستان ته تللی وو چی پکښې ښه پرمختګ شوی وو مفتی نور ولی د جون په میاشت کښې د جنګ بندی اعلان هم کړی وو چې څه د غلط فهمیانو له امله ډز بندی ختمه کړی شوه بیرسټر محمد علی سیف وینا وه هغوی د حزب اسلامي پلیټ فارم نه د ډاکتر نجیب الله په ضد جنګ کښې برخه اخيستې او دا چي ددي نه افغان طالبانو مشران هم خبر دي