د کالعدم تحريک طالبان پاکستان ځنى غوښتنې د ملنډو کولو برابر دى

د کالعدم تحريک طالبان پاکستان ځنى غوښتنې د ملنډو کولو برابر دى ، خارجه دفتر طالبانو سره مذاکراتو حوالې سره بيان ، وائي چې پاکستان به افغانستان سره انساني بنيادونو باندې امداد جاري ساتي ، خارجه دفتر دا هم وئيلي چې کينيډا کښې وژلي شوي پاکستاني وګړي کورنئۍ سره د پاکستان کونسل خانه تماس کښې ده ،

دا خبرې د خارجه دفتر وياند عاصم افتخاراحمد هفته وار ميډيا بريفنګ دوران کړي ، د خارجه دفتر وياند نه د بريفنګ دوران پوښتنه اوشوه چې آيا د کالعدم تحريک طالبان پاکستان لخوا وړاندې کړې شوې دا غوښتنه چې بهر ملک کښې دې ورته دفتر کهولاؤلو او فاټا انضمام ختمولو به منلې شي او کنه په ، د دې جواب کښې د خارجه دفتر وياند اوئيل چې د دغه ډلې ځني غوښتنې مذاکراتو پسې ملنډې کولو برابر دي ځکه چې دا په هر حال ناممکن خبرې دي ، عاصم افتخار مخکښې اوئيل چې افغانستان سره د پاکستان بشري مرستې دوامداره وي او دا چې پاکستان به راتلونکي وخت کښې هم دغه هېواد ته ورژې ، غنم او دوايانې ورکوي او که چرې بهارت افغانستان ته سامان ليږلو لپاره د پاکستان خاوره استعمال غواړي نو پاکستان کښې موجود بهارتي ناظم االامور ته دې لړ کښې مثبت پېغام رسولې شوېدې عاصم افتخار زياته کړۀ چې پاکستان به تل مقبوضه کشمير کښې د بهارت لخوا روان جعلي مقابلو او رياستي ترهه ګرۍ پشان د ظلمونو غندنه کوي ځکه چې هند د سرچ آپريشنونو په نوم تيرو دوه مياشتو کښې قابض فوځ پنځه دېرش کشميريان شهيد کړيدي ،