د کبډي ورلډکپ فائنل کښې به نن پاکستان او بهارت مخامخ کيږي

د کبډي ورلډکپ فائنل کښې به نن پاکستان او بهارت مخامخ کيږي

د کبډي ورلډکپ هائي وولټيج ټاکرا نن کيږي، فائنل کښې به نن روايتي حريف پاکستان او بهارت مخامخ کيږي، ميچ به ماښام لاهور کښې لوبيږي
تېره ورځ د کبډي ورلډکپ دويم سيمي فائنل کښې پاکستان ايران ته شکست ورکړے وو او فائنل ته رسائي حاصل کړې وه،وړومبي سيمي فائنل کښې بهارت آسټريليا ته ماتې ورکړې وه، د کبډي ورلډکپ فائنل ميچ به نن د پاکستان او روايتي حريف بهارت ترمينځه لوبيږي،کبډۍ فائنل به ماښام اووه بجې لاهور کښې شروع کيږي، د کبډي ورلډکپ فائنل کښې پاکستان او بهارت په پينځم ځل يوبل ته مخامخ کيږي،د چهټۍ په ورځ د کبډي ورلډکپ فائنل کتلو لپاره نن په زيات تعداد کښې تماشګيرو د راتلو امکان دے