د کراچې جناح هسپتال کښې د پخوانې سينټر عثمان کاکړ پوسټ مارټم مکمل کړې شوې

د کراچې جناح هسپتال کښې د پخوانې سينټر عثمان کاکړ پوسټ مارټم مکمل کړې شوې،د هغه مړې خپلوانو ته  حواله کړې شوے، ابتدائى رپورټ کښې د عثمان کاکړ مرګ طبى ګرځولې شوے

د کراچې جناح هسپتال کښې دپخوانې سينيټر عثمان کاکړ پوسټ مارټم مکمل کړې شوېدے، پوسټ مارټم د ډاکټر عمير په مشرې کښې درې کسيزه پينل کړې، چې پکښې ايډيشنل پوليس سرجن ډاکټر سمعيه او ايم ايل او ډاکټر سکندر اعظم شامل وو پوسټ مارټم رپورټ کښې د عثمان کاکړ مرګ طبى ګرځولې شوې، رپورټ مطابق د عثمان کاکړ مړي باندې څه قسمه تشدد يا جسماني زخم نښې نيشته، د پخوانې سينيټر مرګ وجه د برين هيمرج لوجې شوې، رپورټ کښې وئيلي شوي چې مړې د پوسټ مارټم نه مخکښې آغا خان ته راؤړلې شوې وو چرته چې کرانيوټومي سرجري شوې، ولې مکمل رپورټ به کيميکل،پيتهولوجيکي معائنے نه پس څو ورځو کښې راشي