د کرونا مخ نيوي لپاره حفاظتي لباس پشمول ټول ضروري سامان صوبو ته سپارلے شوے

هسپتالونو ته د حفاظتې سامان فراهمې يقينې جوړوو: چيئرمين اين ډي ايم اے

چئيرمين اين ډي ايم اے وئيلي چي د کرونا مخ نيوي لپاره حفاظتي لباس پشمول ټول ضروري سامان صوبو ته سپارلے شويدے۔ د جولائي په مياشت کښې د کرونا کيسونه زمونږ د توقعاتو نه کم رپورټ شويدي کوم چي حوصله افزا خبره ده۔
ميډيا ته د بريفنګ په وخت چئيرمين اين ډي ايم اے ليفټننټ جنرل محمد افضل وئيلي چي د کرونا ټيسټنګ صلاحيت سوا کولو لپاره حکومت ګامونه پورته کړي او دے لړ کښي ټولو صوبو سره د روزانه په بنياد رابطي کولي شي۔ هغه وئيلي چې د کرونا مخنيوي لپاره مربوط نظام موجودے او ريکارډ وخت کښي آئيسوليشن سينټر تياري کړي شوي ۔
چئيرمين اين ډي ايم اے زياته کړي چي د قحطي ملخانو خاتمے لپاره هم اين ډي ايم اے ګامونه پورته کړي اودے لړ کښي د روزانه په بنياد کارواياني رواني دي۔ په قحطي ملاخانو د اسپرے لپاره د ترکي نه جهاز ونه ترلاسه شوي او اين ډي ايم اے سره په دے اړه د وسيلو کمي نشته۔