د کرکټ ورلډکپ فاتح ټيم ته به څلويښت لاکهه ډالرز انعامي رقم ميلاويږي

0
36
د کرکټ ورلډکپ فاتح ټيم ته به څلويښت لاکهه ډالرز انعامي رقم ميلاويږي

انټرنيشنل کرکټ کونسل د کرکټ ورلډکپ لپاره انعامي رقم اعلان کړيدے چې ترمخه به ئې فاتح ټيم ته څلويښت لاکهه ډالرز انعامي رقم ميلاويږي، ايونټ کښي به رنراپ ټيم ته هم څلويښت لاکهه ډالرز انعام ورکولې شي
آئي سي سي انګلينډ کښې کيدونکي کرکټ ورلډکپ لپاره د انعامي رقم اعلان کړيدے
د اعلان مطابق ټورنامنټ فاتح ټيم ته به څلويښت لاکهه ډالرز انعامي رقم ورکولې شي، دان شان ټورنامنټ کښې په دويم نمبر راغلي ټيم ته به دوه ملين يعني شل لاکهه ډالرز انعامي رقم ورکولې کيږي
د آئي سي سي مطابق ورلډ کپ سيمي فائنلز بيلونکي ټيمونو ته به اته اته لاکهه ډالرز انعامي رقم ورکولې شي
واضحه دې وي چې کال دوه زره پنځلسم کښې لوبيدلي کرکټ ورلډ کپ لپاره هم آئي سي سي يو کروړ ډالر مختص کړي وې ولې د ټورنامنټ چمپين ټيم آسټريليا ته پکښې اووه ديرش لاکهه پنځوس زره ډالر او رنراپ ټيم نيوزي لينډ ته اوولس لاکهه پنځوس زره ډالرز ميلاؤ شوي وې