د کشميرمسئلې حل راوستل د متحده قامونو ذمه واري ده، وزيراعظم عمران خان

وزيراعظم عمران خان به نيويارک ته 23ستمبر روانګي کوي

د کشميريانو تکليفونه ختمول او د مسئلې حل راوستل د متحده قامونو ذمه واري ده،د وزيراعظم عمران خان ټويټ،وائي چي تيرو پنځوس کالو دوران د کشمير مسئله په اعلي سفارتي فورم پورته کړې شويده،دا ئي هم وئيلي دي چي د کشمير په معامله د سلامتي کونسل اجلاس د ستائينې وړ دې
وزيراعظم عمران خان د کشمير په معامله د متحده قامونو سلامتي کونسل مشاورتي اجلاس خيرمقدم کړي او وئيلي دي چي تيرو پنځوس کالو کښې د کشمير مسئله په اعلي سفارتي فورم په وړومبې ځل اوچته کړې شويده
وزيراعظم خپل ټويټ کښې دا هم وئيلي دي چي د متحده قامونو يوولس قراردادونو کښي د کشميريانو سره د حق خود اراديت وعدې شويدي او د سلامتي کونسل د تيرې ورځي اجلاس د دغه عزم بيا تازه کول دي
عمران خان زياته کړيده چي د کشميريانو تکليفونه ختمول او د مسئله کشمير حل راوستل د عالمې ادارې ذمه واري ده