د کشمير خصوصي حيثيت ختمول يو سنګينه مسئله ده،هما قريشي

د کشمير خصوصي حيثيت ختمول يو سنګينه مسئله ده،هما قريشي

د هما قريشي او ثاقب سيلم پشمول ځيني نورو بالي وډ اداکارانو آرټيکل دري سوه اويايم منسوخي او د مقبوضه جمو و کشمير خصوصي حيثيت ختمولو سخت غندنه کړيده
چرته چي د مودي سرکار لخوا د مقبوضه جمو وکشمير خصوصي حيثيت ختمولو او آرټيکل دري سوه اويايم منسوخې په معامله بهارت کښې دننه هم احتجاجونه روان دي،هلته بالي وډ سټارز هم په دې معامله ردعمل ورکړيدې
د زئرا وسيم او ديا مرزا نه پس هُما قريشي او د هغې ورور ثاقب سليم هم د مقبوضه جمو و کشمير په صورتحال د تشويش اظهار کړيدې
هُما قريشي خپل ټويټ کښې ليکلي دي چي د کشمير خصوصي حيثيت ختمول يو سنګينه مسئله ده،په دې معامله رائے ورکونکي کسانو له د سنجيدګې مظاهره کول پکار دي
د هما قريشي ورور او بالي وډ اداکار ثاقب سليم هم په ټويټر د مقبوضه کشمير په معامله يو کس ته طنزيه جواب ورکړې چي کشمير کښې څه هم نه دي شوي،بس هلته کرفيو نافذ ده،سياسي قائدين نظر بند دي،خلق د يو بل سره رابطه نشي کولې او هلته ژوند په ټپه ولاړ دې