د کشمير په معامله اپوزيشن جماعتونو آل پارټيز کانفرنس نولسم اګست باندې طلب کړي

د اپوزيشن جماعتونو آل پارټيز کانفرنس کښې د کشميرپه مسئلې تفصيلي غورشوے

د کشمير په معامله اپوزيشن جماعتونو آل پارټيز کانفرنس نولسم اګست باندې طلب کړي د کوم مشرې به چې مولانا فضل الرحمان کوې، کانفرنس کښې به د کشمير په مسئله مشترکه حکمت عملې ټاکلي شي
تفصيلاتو ترمخه اپوزيشن جماعتونو په نولسم اګست د مولانا فضل الرحمن په مشرې کښې آل پارټيز کانفرنس رابللې دے، کانفرنس کښې به د اپوزيشن سياسې ډلو مشران ګډون کوي
ذرائع وائي چې اجلاس کښې به د کشمير په معامله اپوزيشن جماعتونو مشترکه حکمت عملې ټاکلې شي، او د سينيټ چيئرمين انتخاب کښې ناکامي نه پس پيدا شوې صورت حال به جاج اخيستلې شي
ذرائع زياتوې چې اے پي سي اجلاس کښې به اپوزيشن جماعتونه په مشترکه توګه آئنده حکمت عملې ټاکي