د کمشنر هزاره ډويژن او نانبائې ايسوسې ايشن ترمينځه مذکرات کامياب شوې

د کمشنر هزاره ډويژن او نانبائې ايسوسې ايشن ترمينځه مذکرات کامياب شوې

د کمشنر هزاره ډويژن او نانبائې ايسوسې ايشن ترمينځه مذکرات کامياب شوې دې او نانبايانو د هړتال ختمولو اعلان کړې دے،تيره ورځ هزاره ډويژن کښې هم نانبايانو هړتال کړے وو
کمشنر هزاره ډويژن نانبايانو سره مذکرات کړې،مذاکراتو کښې د روټۍ په قيمت او وزن باندې اتفاق شوے دے،سل ګرامه روټۍ په لس او دوه سوه ګرامه روټۍ په شل روپې خرڅولو باندې نانبائې ايسوسې ايشن او انتظاميه متفق شوے دې ،
کمشنر هزاره ډويژن سره کامياب مذکراتو نه پس نانبايائې ايسوسې ايشن هړتال ختمولو اعلان کړې او نن نه ټول هزاره ډويژن کښې تنورونه دوباره کهلاو شوې دې

خيبر پښتونخوا کښې اتيا فيصده پوري تنورونه د فوډسيفټي سټينډرډ مطابق نه دي
هزاره ډويژن کښې هم تيره ورځ نانبايانو تنورونه بند کړې وو او روټۍ قيمت کښې د اضافې مطالبه ئې کړے وه