د کوئټي شاوخوا سيمو کښې د تېزو هواو سره باران شوی

د کوئټي شاوخوا سيمو کښې د تېزو هواو سره باران شوی ، د باران سره د کوئټي موسم خوشګوار شوی خو د کوئټي سره نزدے هنه ورک کې د باران له کبله يو ځوان اوبو وړی چي له کبله په حق رسيدلی دی
هنه وړک دکوئټي سره نزدے هغه سېلانی سيمه ده چي ښاريان د سيروتفريح لپاره هلته ځي ، خو د ليږ باران اوريدلو سره د غرنو اوبه لاري ته راشي چي له کبله يے سېلانيانواو د هغوئ موټران ته زيان ورسيږي
بل لور ته د کوئټي سرياب کالج سره نزدے د دېوال نړېدو له کبله د يوه کس په شمول درے ماشومان ژوبل شوي او يوه ميرمن په حق رسېدلے ده ژوبل شوي کسان د درملني لپاره د کوئټي سول اسپتال ته رسول شوي دي
محکمه موسماتو د بلوچستان ژوب ، خضدار ، سبي او قلات کښي د مزيد بارانونو پيشګوئي کړے ده