د کوئټې نه د تفتان پورې د ريل ګاډى پټلۍ بدلو: شيخ رشيد

0
22
د کوئټې نه د تفتان پورې د ريل ګاډى پټلۍ بدلو: شيخ رشيد

وفاقى وزير ريلوے شيخ رشيد احمد وائى چې د کوئټې نه د تفتان پورې د ريل ګاډى پټلۍ په سټينډرډ ګيج کښې بدلو ولې چې تفتان ريلوے ټريک د زائرينو لپاره محفوظ لاره ده ، شيخ صيب وائى چې د کراچۍ نه پېښور سيکشن ريلوے ټريک باندې هم سټينډرډ ګيج ايپلائى کؤو
دا خبرې وزير ريلوے شيخ رشيد د ډى جى ايف ډبليو او انعام حيدر سره د ملاقات دوران کړيدى
وزير ريلوے وئيلى دى چې د ګوادر نه کوئټې ته د ريلوے ټريک نوې سيکشن جوړول غواړم او هم دغه رنګې د کوئټې نه تفتان سيکشن هم د سټيينډرډ ګيج جوړول غواړم ځکه چې دا سيکشن د زائرينو د وړولو لپاره يو محفوظه لاره ده
شيخ صيب مخکښې وائى چې د کراچۍ نه پېښور سيکشن ريلوے ټريک هم په سټينډرډ ګيج کښې بدلول غواړم او د پنډۍ نه لاهور پورې ريلوے ټريک نيغؤ چې ورسره به فاصله دوه ګهنټې راکمه شى
شيخ رشيد احمد وئيلى دى چې وزيراعظم عمران خان به د جمعې په ورځ د ميانوالى ريل ګاډى افتتاح کوى