د کورنو چارو وزير رانا ثناالله اعلان کړې

د کورنو چارو وزير رانا ثناالله اعلان کړې چې دا ځل به عمران خان ته د اټک پل کراس کولو اجازت ورنکړو، که هغه په هيلي کاپټر کښې اسلام آباد ته راغلو نو بيله خبره ده، پي ټي آئي والا پوره تيارې سره راغلي وو، که چرې مونږ هغه ودرولې نه وه نو دا کسان ريډ زون ته داخلېدو دغلته کښې فوځ موجود وو او مرګ ژوبله اوړيدلې شوه
رانا ثناالله اوئيل که چرې عمران خان ته په هيلي کاپټر کښې اسلام آباد ته راغلو نه دا بيله خبره ده ورنه دا ځل به هغه ته د اټک پل کراس کولو اجازت ورنکړو، عمران خان د ډي چوک نعرے وهلې خو رانغلو هغه اوئيل چې پي ټي آئي والا پوره تيارې سره راغلي وو، دوي د خېبر پختونخوا او ګلګت بلتستان فورس راويستې وو، دوي د حکومت، چيف جسټس او ادارو ته دړکې ورکوي داخله وزير اوئيل که چرې مونږ هغه ودرولې نه وه نو دا کسان ريډ زون ته داخلېدو دغلته کښې فوځ موجود وو او مرګ ژوبله اوړيدلې شوه، د عدالت فيصلې نه مخکښې په اسلام آباد کښې د دوي لس کسان وو، که چرې دوي د پرامن اوسېدو معاهده هم اوکي خو ګارنټي به څوک ورکوي