د کورنيو چارو وزير رانا ثناالله د عمران خان ګرفتارې امکانات رد کړي

د کورنيو چارو وزير رانا ثناالله د عمران خان ګرفتارې امکانات رد کړي، وائي چې د عمران خان قابل ضمانت ورانټ ګرفتاري جاري کړې شوې، د هغه ګرفتارې سوال هم نه پيدا کيږي، څو کسانو څنګه د ملک په آزادي کمپرومائز کړې، د يو نه معاف کيدونکې جرم دې، که چرې د غداري جرم جوړيږي نو مونږ په دې اتفاق کوؤ

راناثناالله اوئيل چې د عمران خان قابل ضمانت ورانټ ګرفتاري جاري کړې شوېده د هغه ګرفتارې سوال هم نه پيدا کيږي، هائيکورټ د عمران خان خلاف مقدمه نه دې ختم کړې صرف د ترهه ګرې دفعه ئي خاتمه کړېده هغه اوئيل چې څنګه درې څلور کسانو د ملک په آزادې کمپرومائز کړېدې، د يو ناقابل معافي جرم دې، پارليمنټ کښې به په دې بحث کولې شي که چرې د غدارې جرم جوړيږي نو مونږ دے سره اتفاق کوؤ داخله وزير اوئيل چې د آډيو ليکس په اړه کميټې جوړه کړې شويده، د معاملې سنجيدګې سره نوټس اخېستې شوېدې، د وزيراعظم هاؤس ريکارډ څوک هره ورځ نه چيک کوي، خو د سائفر ضرورت پيښ شوې ځکه ريکارډ چيک کړې شوېدې، د سائفر کاپي پي ايم هاؤس ته موصول شوېده خو اوس موجوده نه دې، معلوميږي داسې چې پخوانې وزيراعظم زان سره وړې دې، عمران خان چې کوم د منټس ريکارډ کولو فراډ کړې وو هغه منټس ئي چيف جسټس او اسپيکر ته ليږلي دي