د کورونا دريم لهر مخنيوى لپاره افغان حکومت د نورو ملکونو نه مرستې غوښتې دى

د کورونا دريم لهر مخنيوى لپاره افغان حکومت د نورو ملکونو نه مرستې غوښتې دى،افغان خارجه وزير حنيف اتمر وينا ترمخه د کورونا د دريم لهر مقابلے لپاره افغانستان د اکسيجن،آکسيجن پلانټس ،سلنډرو او نور سامان ته اړتيا لرى بائد چې نور ملکونه دې سلسله کښې د افغانستان مرستې وکړى

افغان خارجه وزارت لخوا جاري شوي بيان کښې وئيلي شويدي چې خارجه وزير حنيف اتمر د ويډيو لنک په ذريعه د افغانستان ګاونډې او نورو ملکونو کښې ميشته سفيرانو،جنرل قونصلرانو او د خارجه وزارت د سياسي څانګو د مشرانو سره يوه غونډه کړي چې پکښې د کورونا دريم لهر مقابلے او د دې وبا د مخ نيوي په معاملو خبرې شويدي غونډې ته د وينا په وخت خارجه وزير حنيف اتمر وئيلي دي چې افغانستان د اکسيجن، اکسيجن پلانټس،ټينکرو او د اکسيجن د سلنډور د کمي سره مخ دے د هغه وينا وه چې کورونا وبا کښې ملګري هيوادونو د افغان حکومت سره وړاندے هم مرسته کړي وه، طمع لرو چې د دې وبا د دريم لهر د مقابلے لپاره به هم دغه ملکونه د افغانانو مدد وکړي حنيف اتمر په سفيرانو او جنرل قونصلرانو زور راوړېدے چې په هنګامي بنيادونو آکسيجن او نور طبي وسائل برابرولو لپاره دې کوربه ملکونو او نړي وال تنظيمونو سره رابطې وکړي او د اقداماتو مطالبې دې ترې وکړي