د کورونا مثبت کيسونو او د کورونا لوجې د مرګونو په شرح کښې ډير په تيزۍ سره کمې روان دے

د کورونا مثبت کيسونو  او د کورونا لوجې د مرګونو په شرح کښې ډير په تيزۍ سره کمې روان دے، تېر شواروز دوران شپږ سوه، دري شپيتۀ تازه کيسونه رپورټ شوي، دې دوران اووۀ ويشت مريضانو خپل ژوند هم بائيللے دے، اين سي او سي ترمخه تېر څليرشت ګهنټو دوران د کورونا مثبت کيسونو شرح يواعشاريه، يوکم اوويا فيصده ريکارډ کړے شوېده

نيشنل کمانډ اينډ آپريشن د رپورټ ترمخه تېر شواروز دوران په ملک کښې د کورونا شپږ سوه، دري شپيتۀ تازه کيسونه رپورټ شوي، چې ورسره د مرګونو مجموعي شميره نهه لکه، يوکم پنځوس زره نه سېوا شوېده، دې دوران د کورونا لوجې نور اووۀ ويشت مريضانو ساه ورکړې، چې ورسره د مرګونو مجموعي شمېره دوه ويشت زره، څلور دېرش ته رسېدلې ده، اين سي او سي زياتوي چې تېر شواروز دوران يوکم څلويښت زره ټيسټونه شوي، او دې دوران د کورونا مثبت کيسونو شرح يواعشاريه، يوکم اوويا فيصده ته راکمه شوېده