د کورونا وائرس صورتحال او غير معمولي حالاتو کښې هم د وزارت صحت رويه غير سنجيده ده

blank

چيف جسټس اسلام آباد هائيکورټ اطهر من الله وئيلي دي چي وزارت صحت د عدالت او عام اوولس سره لوبي کوي، کورونا وائرس صورتحال او غير معمولي حالات کښې هم د وزارت صحت رويه غير سنجيده ده
اسلام اباد هائيکورټ کښې د کورونا وائرس له وجي ډاکټرز زير التوا کيسز متعلق آرډر نه جاري کولو حوالے سره د کيس سماعت شوے
آرډر نه جاري کولو باندي د اسلام آباد هائيکورټ چيف جسټس اطهر من الله د غصے اظهار کړے او وئيلي دي چي ډاکټرانو خپل ژوند په خطره کښې اچولے دے ، حکومت ولي دوي سره مزاق کوي
جسټس اطهر من الله اووئيل چي ډاکټران د کورونا وائرس خلاف په وړمبي صف کښې جنګيږي، ټوله دنيا خپل ډاکټرانو ته سليوټ کوي او زمونږ حکومت په ډاکټرانو د عدالتونو چکري لګوي
چيف جسټس اسلام آباد هائيکورټ سيکريټر صحت په دولسم جون عدالت ته طلب کړے او د کيس سماعت ئي ملتوي کړے دے

blank