د کورونا وائرس له امله په حق رسيدلې سينئر صحافي فخرالدين سيد خاورو ته سپارلې شوے

د کورونا وائرس له امله په حق رسيدلې سينئر صحافي فخرالدين سيد خاورو ته سپارلې شوے

د کورونا وائرس له امله په حق رسيدلې د پېښورسينئر صحافي فخرالدين سيد د جنازې مونځ ادا کولو ورستو خاورو ته سپارلې شويدے، په صوبائي کچ صحافي ورولۍ د ارواښاد په مړينه ژور غم ښکاره کړے او د مرحوم د روح د ايثال ثواب لپاره ئې دعاګانې غوښتي، ارواښاد دوه لونړه په پسماندګانو کښې پريښودي دي
د پېښور سره تعلق لرونکې صحافي فخرالدين سيد د تير يوې مياشتې راهسي د کرونا وائرس مثبت رپورټ راتلو ورستو په کور کښې قرنطين وو او د زيارت په شپه سهر څلور بجې د دے فاني دنيا نه رخصت شو
د ارواښاد په جنازه کښې د پېښور صحافيانو د سماجي لريوالي اصولو مطابق ګډون کړې او د فخرالدين سيد مړينه ئې د صحافت لپاره لوے زيان ياد کړے
مرحوم د پنځلس کالو راهسي د مختلفو آخبارونو، رسالو او اليکټرانک ميډيا سره د رپورټر په هيڅ پاتې شوې او د 92 نيوز سره د شروع نه د کرائمز رپورټر په هيڅ ذمه وارۍ ترسره کولې
د فخرالدين سيد شمير د پېښور په سينئر او باوري صحافيانو کښې کيدلو او په کرائم رپورټنګ کښې ئې ډيره پوهه لرله
ارواښاد فخرالدين سيد په پسماندګانو کښې د دوه لونړه پريښودې دي
د يادونې وړ ده چي پېښور کښې د يو درځن نه سيوا صحافيان د کرونا وائرس ښکار شوي او دا چې فخرالدين سيد پکښې وړومبي صحافي دے چې کرونا وائرس له امله د مرګ ښکار شو

blank