د کورونا وائرس نه په ټولې نړې کښې اووه زره نه سيوا تنان مړه شويدي

د نړۍ مختلف ملکونو کښې دکورونا وائرس کيسونه څلورڅلويښت لاکهه دويشت زره نه اوړيدلې

د کورونا وائرس نه په ټولې نړې کښې اووه زره نه سيوا تنان مړه شويدي، ليکن اوو شپيته زره متاثره کسان د علاج ورستو صحت ياب شوي هم دې،اعدادو شمار مطابق چين کښې د کورونا وائرس نه متاثره شوې تنانو شميره اتيا زره اته سوه او پنځوس ده،
اټلې او سپين کښې کورونا وائرس په تيزي سره خواريږې، تيرو څلريشت ګهنټو دوران اټلې کښې دري زره او سپين کښې زر نه سيوا کيسونه رپورټ شويدي، اټلې کښې په يو ورځ کښې دري نيم سوه تنان مړه شويدې، چې مجموعي شميره دوه زره او دونيم سوا ته راسيدلې ده، ولې د متاثرينو مجموعې تعداد اوويشت زره نهه سوه اتيا دې،
اسپين کښې درې سوه تنان مړه شويدي، او اته زره اوو سوه څلور اوويا متاثره شويدې
ايران د کورونا وائرس نه زيات متاثره درئم ملک دې،چرته چي اته سوه درې پنځوس تنان مړه شويدي،او څوارلس زره نهه سوه يو نوې کسان متاثره شويدي،دغه شان امريکه کښې څلور اوويه تنان د کورونا وائرس نه مړه شويدي