د کورونا وبا په وجه روان کال کښې لوبيدونکې ايشيا کپ ملتوي کړې شوے

د کورونا وبا په وجه روان کال کښې لوبيدونکې ايشيا کپ ملتوي کړې شوے

د کورونا وبا په وجه روان کال کښې لوبيدونکې ايشيا کپ ملتوي کړې شويدے ، ايشين کرکټ کونسل وائي چې اوس به د ټورنامنټ راتلونکي کال په جون مياشت کښې کيږي او ميزباني به ئې سري لنکا کوي
د ايشين کرکټ کونسل لخوا جاري شوي بيان کښې وئيلې شوي چې کورونا وائرس لوجې روان کال دسمبر کښې لوبيدونکې ايشيا کپ ملتوي کړې شوې او امکان دې چې دا ټورنمنټ راتلونکي کال په جون مياشت کښې اولوبولې شي
اے سي سي وائي چې راتلونکي کال کښې لوبيدونکي ټورنمنټ ميزباني سري لنکا ته ورکړې شويده
ايشين کرکټ کونسل دا هم وائي چې پاکستان به کال دوه زره دوه ويشتم کښې د ايشيا کپ ميزباني کوي
څرګنده دې وي چې د ايشيا کپ تير ايونټ په کال دوه زره اتلسم کښې لوبيدلې وو کوم چې بهارت په خپل نوم کړې وو