د کورونا پنځمې لړې دوران د تعليمى اداروپحقله کيدونکى غونډه ملتوى

د کرونا پنځمې لړۍ دوران د تعليمي ادارو پحقله نن کيدونکي د تعليم صوبائي وزيرانو غونډه ځنډولې شويده، د تعليم وفاقي وزارت وينا ده چې دا غونډه به اوس راتلونکي هفته کښې کيږي ،

د تعليمي ادارو حوالې سره د تعليم وفاقي وزير شفقت محمود په مشرۍ کښي نن د تعليم صوبائي وزيرانو غونډه نن رابللې شوې وه ، دې غونډې کښې کرونا پنځمې چپې پر وړاندې تعليمي ادارې کهولاؤ ساتلو او يا بندولو په اړه تګ لاره ټاکلو امکان وو، د تعليم وفاقي وزارت لخوا جاري شوي تازه بيان کښې وئيلي شوي چې د ځني وجوهاتو لوجې دا غونډه ځنډولې شوې او اوس به دا غونډه راتلونکي هفته کښې کيږي