صده کښې د شاملاتی زمکې په شخړه حالات کړکيچن شوې

ضلع کرم کښې د ججانو تعنيات کولو او پاسپورټ آفس پرانستو لپاره ځائي خلقو احتجاج کړې

د کوزې کورمې په صده ښار کښې د شاملاتی زمکې په شخړه حالات کړکيچن شوې، په صده ښار کښې د تيرې ورځې واقعے پر ضد احتجاجی مظاهره شویده.ولې ایف سی او پولیس د حالاتو قابو کولو لپاره هوائې ډزې کړیدي او سرچ اپريشن ئې کړيدے
د کوزې کورمې د صده‌ښار اوسيدونکو او د صده کارخانو کیمپ د جدران قبيلې اوسیدونکو تر مینځه د شاملاتی مزکه په شخړه حالات هغ وخت ډیر کړیکيچن شول چې کله دواړو تر مینځه ډزې شروع شوې.چې پکښې يو تن په حق ورسېدلې او یو تن ژوبل شوې وو.د کومو تعلق د صده ښار سره وو. د پرونې واقعے بر ضد نن د صدہ ښاريانو احتجاجی مظاهره او پرلت کړي وو. خو‌ولې د ګشیدګې ختميدو او مظاهرچيانو
پرامنه د سړک نه لر ے کیدو له پاره ایف .سی هواې ډزے شروع کړې.چې په ترس کښې مظاهرچیان منتشر شول.خو ولې د هواي ډزو له کبله څه ځانی زیان نه دې شوې.
د دې روستو ایف.سی او پولیس په ګډه سرچ اپريشن پیل کړو او د دواړو ډلو نه ې تر دے دمه 19 تنان ګرفتار کړیدي. د سرچ اپريشن بر مهال کمانډنټ کرم ملیشیا راشد جاوید.کرنل مقصود انجمن او ډی.پی.او رحیم شاه هم موجود وو