د کوهاټ په دره ادم خیل بوستي خیل سیمه کښي د دوو فريقو تر مينځه ډزې شوي دي

د کوهاټ په دره ادم خیل بوستي خیل سیمه کښي د دوو فريقو تر مينځه ډزې شوي دي، ډزو کښي دوه کسان وژل شوي او پنځه نور ژوبل شوي ژوبل کسان ئي کوهاټ ډويژنل هسپتال ته منتقل کړی دي، چرته چي د ژوبل شوي کسانو علاج و ممالجه روانه دے
مقامي مشرانو وينه دا چي د دره آدم خيل بوستي خيل قوم مشرانو ترمينځه د کوئلے په معامله خپلو کښي جرګه روانه وه چي دغے وخت درائم فريق د جرګے فيصلے مخالفت ووکړو او په دوئي ناساپه ډزے شروع کړي، ډزو سره جرګے کښي دوه په موقع باندي مړه او پنځه پکښي ژوبل شول، ډزو کښي ژوبل شوي کسان ئي د علاج لپاره کوهاټ ډويژونل هسپتال ته وړي دي چرته چي د هغوئي علاج او معالجه روانه دے، بلخواه مقامي مشرانو ويلي دي چي مخالفے ډلے د جرګے او قانون خلاف ورزي کړي دي بائد چي پوليس د دوئي په ضد سخته نه سخته کارروائي ووکړي،