د کويکس پروګرام لاندې د آسټرا زينکا ويکسينو يو بل کهيپ پاکستان ته را اورسيدو

د کويکس پروګرام لاندې د آسټرا زينکا ويکسينو يو بل کهيپ پاکستان ته را اورسيدو،پاکستان ته د آسټرا زينکا په دوئم کهيپ کښې هم دولس لاکهه او څلويښت زره ويکيسن ميلاو شول

ذرائع وائي چې يو غير ملکي جاز د آسټرازينکا ويکسينو دوئم کهيپ هم اسلام اباد ته رارسولے دے کوم چې د اقوام متحده د کويکس پروګرام لاندي ملکونو ته مفت ورکولے کيږي واضحه دي وي چې پاکستان وړاندې له دے په اتمه مئي باندې د آسټرا زينکا ويکيسنو کهيپ ميلاو شوے چې په دولس لاکهه څلويښت زره ويکيسنو باندې مشتمل وو