د کوټې په سبزل روډ باندې د کباړ په یوه دکان کې د لاسي بم چاودنه شوې ده. د دوو ښځو په ګډون څلور تنه ټپیان شوی دی او يو بل لاسي بم د بم ډسپوزل سکواډ له خوا ناکاره شوے .
پولېس وينا دا چې د لاسي بم په چاودنه کې د دوو مېرمنو په ګډون دوه نور ژوبل شوي کسان روغتون ته وړل شوي او دا خبره تائيد کېږي چې بم غورځول شوی او که په سامان کې و او په اړه يې پلټنې روانې دي. بل لوري ته د بلوچستان وزيراعلي مير عبدالقدوس بزنجو په سبزل روډ د چاودنې غندنه کړې ده په چاودنه کې د دوو ښځو په ګډون د څلورو تنو په ټپي کېدو د غم څرګندونه کړی او محکمه صحت ته هدايات جاری کړی چي ژوبل کسانو ته د علاج غوره سهولتونه ورکړي او ائی جی پولیس ته يی ويلی چې په ښار کې دې امنيتي تدابير نور هم ټینګ کړل شي. او د امن دښمنانو په خلاف دې کلک ګامونه پورته کړل شی .