د کينيډاهائى کمشنر ارمى چيف جنرل قمر جاوید باجوه سره ملاقات کړے

پاکستان  کښې د کينيډاهائى کمشنر جنرل هيډکوارټر کښې د ارمى چيف  جنرل قمر جاوید باجوه سره ملاقات کړيدے او د منظقي په امنيتي صورتحال يي خبري کړيدي۔ ملاقات په وخت جنرل قمر باجوه وئيلي دي چي په افغانستان کې دانساني بحران د مخنیوي لپاره د بين الاقوامي اتفاق رائے ضرورت دے۔

د آئي اېس پي آر له مخې د ملاقات په وخت د منطقي په صورتحال او په افغانستان كښې امن او استحكام په اړه هم خبرې وشوې ،ملاقات كښې د دواړو هيوادونو له ړخه په بېلا بېلو څانګو كښې د مرستې په چارو هم خبرې شوې۔ د آی ایس پي آر په وینا د کينيډه هائي کمشنر په افغان وضعیت کې د پاکستان د کردار ستاینه وکړه او اوئيل چي د دواړا هيوادونه به په مخلتفو شعبو کښې د يو بل سره مرستي جاري ساتي۔ هائي کمیشنر وویل چې پاکستان له افغانستان څخه د بهرنیانو د ایستلو په عملیاتو کې کلیدي رول لوبولی. دملاقات په وخت آرمي چيف وویل چې په افغانستان کښي د انساني بحران د مخنيوي او د افغان اولس د ترقۍ لپاره بايد نړيوال طاقتونه خپل فعاله کردار ادا کړي۔ جنرال قمر جاوید باجوه وویل چي پاکستان له کينيډا سره اوږدمهاله او مستحکم اړیکې غواړي