د ګرانۍ پرزد پى ډى ايم احتجاج

د ګرانۍ پر ضد پي ډي ايم احتجاج، نن ټو ل ملک کښې پاکستان ډيموکريټک مومنټ د ګرانۍ او معاشۍ بد بحالۍ خلاف احتجاجي مظاهرے کوي، د ملک مختلف ښارونو کښې اولس د جمعے مونځ نه پس په سړکونو راوتے،

اپوزيشن اتحاد نن ټول ملک کښې د ګرانۍ پرضد احتجاجي مظاهرو کال ورکړے ، د ملک مختلف ښارونو کښې خلقو ته د جمعے مونځ نه پس د مظاهرو کال ورکړے شوے وو او چې د ګرانۍ نه تنګ اولس چې څنګه مونځونه اوکړل نو په سړکونو را اوتل او د ګرانۍ او بے روزګارۍ خلاف ئې نعرے پورته کړے،د صوبه خيبر پښتونخوا په بيلا بيلو سيمو کښې مختلفو سياسي جماعتونو د ګرانۍ خلاف د احتجاج کال ورکړے وواو ځائے په ځائے مقامي مشران هم په مظاهرو کښې شامل شوي، د پي ډي ايم مشر مولانا فضل الرحمان کراچۍ ته رسيدلے دے ، چرته به چي هغه ايمپريس مارکيټ مخکښې کيدونکي مظاهره کښې کډون کوي