د ګلګت بلتستان ايپکس کميټۍ د ترهه ګرو پرضد بغير د څه امتيازه د کارروائۍ فيصله کړى

0
10

د ګلګت بلتستان ايپکس کميټۍ د ترهه ګرو پرضد بغير د څه امتيازه د کارروائۍ فيصله کړى او ټولو ادارو ته ئې په سمدستي توګه د ايکشن اخيستو احکامات جارى کړيدى
د ګلګت بلتستان ايپکس کميټۍ غونډه ايف سى اين اے هيډکوارټر کښې شوى چې پکښې د ګلګت بلتستان وزيراعلى،د شمالى علاقه جاتو فورس کمانډر او آئى جى ګلګت بلتستان پشمول نورو اعلى عسکرى چارواکو ګډون کړيدے
ايپکس کميټۍ ديامر کښې د ترهه ګرو پرضد فورى او بغير د څه امتيازه د اپريشن فيصله کړيده
کميټۍ د ګلګت بلتستان ټولو اعلى چارواکو ته په فيصلو د عمل در آمد لپاره احکامات جارى کړيدى او زور ئې راؤړې دې چې ګلګت بلتستان کښې به په هر حالت کښې حکومتى رټ قائمولې شى