د ګلګت بلتستان د شګر ضلعې ارندو کلى کښې د واورې کمر پريوتې

0
73

د ګلګت بلتستان د شګر ضلعې ارندو کلى کښې د واورې کمر پريوتې چې پکښې د ځنى خلقو او کورنو لاندې کيدو انديښنه ده ، امدادى ټيمونه سيمې ته ليږلے شوى
د بلتستان ډوژين کمشنر وينا ده چې د ګلګت بيلا بيلو سيمو کښې د واورې وريدو يوه نوى لړۍ شروع شوې وه چې په ترڅ کښې ئې د واورې کمر په ارندو کلى پريوتې
پېښه کښې د ځنى کسانو او کورنو د واورې کمر لاندې راتلو انديښنه ده چې وروستو ئې دغه سيمه ته په پوليس اهلکارو او ځائى رضاکارو مشتمل امدادى ټيم ليږلے شويدے
د بلتستان کمشنر مخکښې وائى چې د شګر ضلعې ارندو کلې لرې پروت دے او د زياتې واورې لوجې رابطه سړکونه هم د يو بل سره کټ شوى او هم دا وجه ده چې امدادى ټيمونه به دغه ځائے ته رسيدو کښې دوه نه درې ورځې اخلى
امدادى ټيمونو له د خوراک څښکاک څيزونه او دوايانې هم ورکړے شويدى ځکه چې داسې اطلاعات دى چې د خوراکى څيزونو هم دغه ځائے کښې کموښت دے
د ګلګت بلتستان او چترال برنو سيمو کښې د واورې وريدو سلسله نن نه بيا شروع شوے کوم کښې چې د راتلونکى ورځو کښې د نور زياتوالى انديښنه ده
ځائى سرچينى وائى شندور ، غزر ،هندرب او بارست سيمو زمکنۍ لارې هم د تيرې يوې مياشتې راهسې نورو سيمو نه کټ دى