د ګلګت بلتستان متعلق دې د سپريم کورټ په فيصله عمل اونکړي شې: آزاد کشمير وزيراعظم

د ګلګت بلتستان متعلق دې د سپريم کورټ په فيصله عمل اونکړي شې: آزاد کشمير وزيراعظم

آزاد کشمير وزيراعظم راجا فاروق حيدر وفاقې حکومت نه غوښتنه کړې چې د ګلګت بلتستان آئيني حيثيت متعلق د سپريم کورټ په اوولسمه جنورې فيصله دې عمل درآمد اونکړي شې
راجا فاروق حيدر خپل بيان کښې وئيلې چې پاکستان حکومت نه غوښتنه کوؤ چې هغه دې د ګلګت بلتستان په حواله سپريم کورټ فيصلے باندې عمل درآمد اونکړي، او د کميټو لطرفه ورکړي شوې سفارشات دې نافذ کړي شې
هغه وئيلې چې فيصلے سره به د ګلګت بلستان قانون ساز اسمبلې حيثيت ‘‘ بے وقعت ادارے‘‘ په شان وې، آزاد جمو و کشمير ټول سياسې ګوندونه په دے خبره متفق دې چې ګلګت بلتستان قانون ساز اسمبلې خپل اندرونې معاملات چلولو لپاره غير مشروط توګه باندې بااختيار وې
هغه مخکښي اوئيل چې عدالت عظمې فيصلے کښې د سيمې حيثيت، حکمرانې، اختيارات او قانون سازې په حواله قانونې او آئينې مسئلې دې
ياده دې وې چې اوولسم جنوري باندې د پخوانې چيف جسټس ميا ثاقب نثار په مشرې کښې سپريم کورټ لارجر بنچ د ګلګت بلتستان آئينې حيثيت په اړه خواستونو باندې فيصله اورولې وه او د ګلګت بلتستان عوام ته بنيادې آئينې حقوق فراهم کولو حکم ئي ورکړي وو