د ګلګت بلتستان وزيراعلي انتخاب معامله، سپريم اپيلټ کورټ نن کيدونکي د وزيراعلي انتخاب ملتوي کړے، د پاکستان تحريک انصاف رکن ګلبر خان د اجلاس ملتوي کولو درخواست کړے وو، هغه موقف خپل کړے وو چي د ناروغۍ له وجي ګلګت کښې موجود نه يم، انتخاب کښې برخه نه شم اخستے، بلخوا وئيلي کيږي چي د ګلبر خان په مشرۍ کښې فاروډ بلاک هم جوړ کړے شويدے چي پکښې اته منحرف اراکين شامل دي،
د وزيراعلي ګلګت بلتستان انتخاب لپاره نن دري بجے اجلاس کيدونکي وو ، ولي اجلاس باندي سپريم اپيلټ کورټ حکم امتناعي جاري کړي، او د نوے وزيراعلي انتخاب عمل ئي متلوي کړيدے
د پي ټې آئي رکن حاجي ګلبر خان د اجلاس ملتوي کولو لپاره درخواست ورکړے وو، هغه موقف خپل کړے وو چي د ناروغۍ له وجي ګلګت نه بهر يم، انتخاب کښې برخه نه شم اخستے، اليکشن دي ملتوي کړے شي،
عدالتي حکم مطابق دوه اوويا ګهنټو کښي به د ګلګت بلتستان وزيرستان انتخاب کيږي،
بلخوا د وزيراعلي انتخاب نه مخکښې د پي ټي آئي مشر ګلبر خان په مشرۍ کښي فاروډ بلاک جوړ کړے شوے، حاجي ګلبر خان دعوي کړي چي هغوي ته د اته منحرف اراکينو حمايت هم حاصل دے،