د ګيس غلا کونکو پرضد کريک ډاؤن جاري، تروسه پينځه کروړه روپے جرمانه لګولے شوې، د ايس اين جي پي ايل ترجمان بيان، وائي چې تيرو اوولس ورځو کښې مو اووه زره يوسل اووه اتيا کنکشن کټ کړي،
د ايس اين جي پي ايل رپورټ مطابق، لاهور کښې د کمپنۍ ټيمونو د ګيس غير قانوني استمعال باندې پينځلس کنيکشن لرې کړي، ګيس غلاکونکو پرضد پينځلس ايف آئي آر درج کړې شوي او دوه ملزمان هم ګرفتار کړې شوي،
پنډې کښې هم ريجنل ټيم د ګيس په غيرقانوني استمعال اووه ګيس کنکشن کټ کړي او يو لاک لس زره روپے جرمانه ئي هم په ملزمانو لګولے،
دغه شان ګوجرانوله کښې ديارلس ګيس کنکشنز لرې کړې شوي، او په ګيس غلاکونکو اوولس لاکه اته زره روپے جرمانه هم لګولے شوي،
دې ترڅنګ ګجرات کښې د ګيس غير قانوني استمعال باندې دوه، اسلام آباد کښې دوه او فيصل آباد کښې دولس کنکشن کټ کړې شوي