ذبيح الله مجاهد د پاکستان،قطر او ايران او نورو ملکونو امدادي سامانونه افغانستان ته د رسيدو پخلې کړې

د زلزلې امداد او بيا ودانئۍ لپاره د متحده قامونو او افغان حکومت په اپيل مختلفو هيوادونو امدادي سامانونه پلازمينې کابل ته ليږلي، د افغان حکومت وياند ذبيح الله مجاهد د پاکستان،قطر او ايران او نورو ملکونو امدادي سامانونه افغانستان ته د رسيدو پخلې کړې،امريکائي صدر جوبائيډن زلزله ژپلو سره مرستو او طبي امداد لپاره دغه سيمو ته ټيمونه ليږلو هدايت کړې

ذبيح الله مجاهد لخوا جاري شوي بيان کښې وئيلي شوي چې زلزله ځپلو سره د بهرني هيوادونو د مرستو لړۍ جاري ده ذبيح الله مجاهد مخکښې وائي چې پاکستان لخواراليږلې شوي په اته ټرکونه مشتمل خوراکي توکو او نور ضروري څيزونو قافله پکتيکا ته رارسيدلي دغه رنګ د ايران ،قطر او نورو ملکونو نه د الوتکو د لارې خوراکي مواد،دوايانې،کيمپينه او نور سامانونه افغانستان ته راغلې دې متحده قامونو زلزله ژپلو لپاره د پنځلس ملين ډالرو د مرستو اپيل کړې او په نړي وال ټولنه باندې ئې زور راوړې چې افغانستان ته دې په فوري توګه خوراکي او طبي سامانونه وليږلي شي د امريکې خارجه وزير انتوني بلېنکن افغانستان کښې د قيمتي ځانونو په زيان د خفګان څرګندونه کړې او وئيلي ئي دي چې د دې حالاتو مقابلې لپاره به نړيوال ادارو سره په شريکه تک لاره جوړو او ورسره به کمک کوؤ