رابرټ ګيټس افغانستان نه پوځيانو انخلا مخالفت کړېدے

رابرټ ګيټس افغانستان نه پوځيانو انخلا مخالفت کړېدے

د امريکې پخواني وزير دفاع رابرټ ګيټس وئيلي دي چي امريکې له د خپلو فوجيانو انخلا نه وړاندې افغان حکومت مضبوطول پکار دي ځکه چي طالبان په افغانستان قبضه کول غواړي،
د امريکې پخواني وزير دفاع رابرټ ګيټس خپل يو بيان کښې وئيلي چي هغوي دا ګنړي چي د افغانستان نه د امريکائي فوج انخلا وروستو د هغوي حالات هم د ويت نام غوندې کيدو انديښنه ده،
ګيټس وائي چي افغان حکومت دومره طاقت نه لري چي د طالبانو مخه اونيسي او دا چي امريکائي فوجيانو انخلا نه وړاندې امريکې له پکار دي چي افغان دولت مضبوط کړي
رابرټ ګيټس خپل بيان کښې زياته کړي که چرې امريکائي فوجيان د افغانستان نه انخلا اوکړي نو دا حقيقي خطره موجود ده چي طالبان به يو ځل بيا په افغانستان قبضه اوکړي