راتلونکى يو کال کښې به ټول ملک نه ترهـ ګرى مکمل ختمه شى: خواجه آصف

0
29
دفاع وزير خواجه آصف دعوى کړې  چې راتلونکى شپږ مياشتو يا يو کال کښې به ټول ملک نه ترهـ ګرى مکمل ختمه شى او خواست ئې کړې چې ټول قام دې د ترهـ ګرۍ سوچ خلاف جهاد اوکړى
سيالکوټ کښې ميډيا سره خبرو اترو په وخت دفاع وزير اووئيل چې ترهـ ګر د خصوصى سوچ سره خپلې کاروائى کوى او د دغه سوچ خلاف دې ټول قام جهاد اوکړى
خواجه آصف مخکښې اووئيل که چرې نيشنل ايکشن پلان باندې عمل درامد اوکړې شى نو د ترهـ ګرو منفى سوچ ختمول ګران نه دې 
هغه زياته کړه چې راتلونکى شپږ مياشتو يا يو کال کښې به د ټول ملک نه ترهـ ګرى ختمه شى
خواجه آصف دا هم اووئيل چې آپريشن ضرب عضب د ترهـ ګرو ملا ماته کړې