راتلونکى څلريشت ګهنټو دوران پنجاب، بلوچستان، سندهـ او خيبرپښتونخوا کښې به موسم ګرم او اوچ وى

د ملک زياتره سيمو کښې د ګرمۍ راج ، محکمه موسميات مطابق نن به هم د ملک زياتو علاقو کښي د ګرمۍ شدت برقرار وي، راتلونکى څلريشت ګهنټو دوران پنجاب، بلوچستان، سندهـ  او خيبرپښتونخوا کښې به موسم ګرم او اوچ وى ،بلخوا د ګرمۍ نه پريشانه اولس لپاره د خوشحالۍ خبر راغلے دے ، موسمياتو محکمې زيارت ورځې نه د خېبر پښتونخوا پشمول د ملک زياتره علاقو کښې د باران وريدو امکان څرګند کړے دے ، باران وريدو به نه صرف درجه حرارت کښې کمے راشي بلکې اولس به څو ورځې په يخوا هواګانو کښې تيرې کړي

موسمياتو محکمې مطابق زيارت ورځې نه د ملک زياتره برخو اسلام آباد ، پنډۍ ، لاهور ، سيالکوټ ، ګجرانواله پشمول بالائي خېبر پښتونخوا ، کشمير او ګلګت بلتستان کښې د تيز باران پيشګوئي کړېده محکمه وائي چې د باران وريدو سره به درجه حرارت کښې تر ډيره حده کمے راشي ، د بارانونو سلسله ګل ورځ پورې جاري پاتې کيدو امکان دے محکمه موسميات ترجمان ډاکټر ظهير بابر وينا ده چې روانه مياشت کښې به معمول بارانونه وريږي او درجه حرارت معمول نه د زيات پاتې کيدو توقع ده ، د جون دويمې او دريمې هفتو دوران د باران دوه نه تر درې اسپيل شورو کيدو امکان دے