راتلونکي مياشت کښې به آئي ايم ايف سره مذکراتو لپاره زم: اسد عمر

0
9
راتلونکي مياشت کښې به آئي ايم ايف سره مذکراتو لپاره زم: اسد عمر

وزيرخزانه اسد عمر وئيلي دي چې انسان نه غلطي کيدے شي او زه هم يو انسان يم خو ذمه هرګز دا مطلب نه وو چې عوام به په تکليف کښې وي ، مشکل وخت ضرور دے خو زمونږ حکومتي اقدامات به ډير زر دغه مشکلات حل کړي ، راتلونکي مياشت کښې به آئي ايم ايف سره مذکراتو لپاره زم
وزير خزانه اسد عمر يو خبري غونډي ته وينا کښې اووئيل چې بلاول ماته که هر سه وائي نو وئيلې شي خو پاکستان ته دې نه وائي
هغه اووئيل چې تيره ورځ ذمه يو بيان نه ډير غلط مطلب اخستې شوې ، ذمه هرګز دا مطلب نه دې چې ګراني زياتيږي ، مشکل وخت ضرور دے خو ډير زر به زمونږ حکومت دغه مشکلات حل کړي ، دا وخت عوام د مهنګائۍ په وجه مشکلات کښې دي
اسد عمر اووئيل چې راتلونکي مياشت به آئي ايم ايف سره مذکراتو لپاره زم او روانې مياشت کښې به آئي ايم ايف ټيم هم پاکستان ته راځي
وزير خزانه زياته کړي چې بهارت ډير کوشش اوکړو چې پاکستان بليک لسټ کښې شامل کړي خو هغوي ناکامه شول او پاک بهارت کشيدګۍ دوران اسټيټ بينک ذخائر کښې اتيا ملين ډالر اضافه شوي