راتلونکي ورځو کښې به د بجلۍ بلونه سيوانه راځي،نګران وزيراعظم

راتلونکي ورځو کښې به د بجلۍ بلونه سيوانه راځي،نګران وزيراعظم

نګران وزيراعظم انوار الحق کاکړ وائي چې په راتلونکي ورځو کښې به د بجلۍ بلونه ډير نه راځي،دعوي ئي کړي چې د آئي ايم ايف ايم ډي زمونږ په اقداماتو د اطمينان اظهار کړې ،دا ئي هم وئيلي چې هندوستان بطور رياست په کنيډا کښې يو کنيډين شهري وژلے،پاکستان کښې هم د هندوستان د مداخلت واضحه مثال د کلبهوشن ياديو ګرفتاري ده،نګران وزيراعظم وئيلي چې د کشمير معامله په هر يو نړيوال فورم باندې پورته کول خپل فرض ګنړم

دا خبرې نګران وزيراعظم نيويارک کښې د پاکستاني خبريالانو سره په يوه مرکه کښې کړيدي،وينا ئې وه چې په راتلونکې ورځو کښې به د بجلۍ بلونه سيوا نه راځي بلکه حکومت څۀ داسې اقدامات پورته کړي چې بلونه به کنټرولډ راځي،خو دا ئې هم وئيلي چې ملک کښې موجوده وخت د بجلۍ په پيدا کولو باندې خرچه ډيره راځي،او چې حکومت ګرانه بجلي جوړه وي نو ارزانه ئي څنګه خرڅه کړي ،
انوارلحق کاکړ وائي چې د آئي ايم ايف ايم ډي سره په ملاقات کښې راته اندازه شوي چې آئي ايم ايف زمونږ د اقداماتو نه مطمئن دے ،د يوسوال په جواب کښې نګران وزيراعظم وئيلي چې هندوستان بطور رياست په کنيډا کښې يو کنيډين شهري وژلے،پاکستان کښې هم د هندوستان د مداخلت واضحه مثال د کلبهوشن ياديو ګرفتاري ده
د کشمير په حواله د يوے پوښتنې په جواب کښې نګران وزيراعظم انوارالحق کاکړ وئيلي چې ټولو مسلمانانو ملکونو له په شريکه په کشمير کښې د هندوستان د جارحيت مذمت کول دي او د مخنيوي لپاره ورله کردار هم ادا کول دي ،وائي چې د کشمير معامله په هر يو نړيوال فورم باندې پورته کول خپل فرض ګنړم