راتلونکي څليريشتو ګينټو کښې به د ملک زياتره برخو کښې موسم يخ او وچ وي

راتلونکي څليريشتو ګينټو کښې به د ملک زياتره برخو کښې موسم يخ او وچ وي

راتلونکي څليريشتو ګينټو کښې به د ملک زياتره برخو کښې موسم يخ او وچ وي ، موسمياتو محکمه وائي چې په يو نيم ځائې کښې باران او په غرونو د نرۍ واورې وريدو امکان دے
موسمياتو محکمې وينا ده چې نن به د ملک په زياتره علاقو کښې موسم يخ او وچ وي ولې بالائي سيمو کښې د زيات ساړه پاتې کيدو امکان دے
محکمې د ګلګت بلتستان اضلاع کښې په ځينې ځايونو کښې د نري باران او په غرونو د واورې پيشګوئي کړېده
موسمياتو محکمې ووئيل چې پنجاب او بالائي سند په زياتره ميداني علاقو کښې د شپې او سحر په وخت د سختې لړې خوريدو امکان دے ، دې دوران د پنجاب بعض علاقو کښې چنۍ پريوتو هم پيشګوئي شوېده
تيره ورځ کشمير کښې چرته چرته ولې پنډۍ ، چکوال ، جهلم ، سيالکوټ ، سوات ، هزاره ، پاړه چنار او ګلګت اضلاع کښې په يو نيم ځائې پړق پړوق سره باران وريدلے دے