راحيل شريف د وزيراعظم ، وزير خارجه او چيئرمين سينيټ سره بيل بيل ملاقاتونه کړي

0
28

د اسلامي فوج اتحادي فوج مشر جنرل ريټائرډ راحيل شريف د وزيراعظم عمران خان ، وزير خارجه شاه محمود قريشي او چيئرمين سينيټ سره بيل بيل ملاقاتونه کړي چې پکښې د منطقې صورتحال پشمول په نورو عالمي چارو غور شويدے
سرښار اسلام آباد کښې د اسلامي فوج اتحاد مشر او سابق آرمي چيف جنرل ريټائرډ راحيل شريف وزيراعظم عمران خان سره ملاقات دوران ترهه ګرۍ خلاف عالمي کوششونو کښې اسلامي فوج اتحاد ستائنه شوي
علاقائي و عالمي سلامتۍ صورتحال متعلق هم تفصيل سره غور شويدے
جنرل ريټائرډ راحيل شريف پارليمنټ هاؤس کښې د چيئرمين سينيټ صادق سنجراني سره هم ملاقات کړے
په دې موقع چيئرمين سينيټ وئيلي دي چې اسلامي فوج اتحاد يو خاص رياست يا قوم خلاف نه بلکې دغه اتحاد د ترهه ګرۍ پرضد دے
بلخوا جنرل ريټائرډ راحيل شريف وزير خارجه شاه محمود قريشي سره هم خصوصي ملاقات شوې
په دغه ملاقات کښې جنرل ريټائرډ راحيل شريف وزير خارجه ته د ترهه ګرۍ خلاف اسلامي فوج اتحاد اقداماتو نه خبر کړې او علاقائي امن و استحکام پشمول شريکې دلچسپۍ په امورو باندې هم خبرې اترې شويدي