راولاکوټ سيکټر کښې کښې بهارتي فوج يو وارې بيا د لائن آف کنټرول خلاف ورزي کړي

File photo

راولاکوټ سيکټر کښې کښې بهارتي فوج يو وارې بيا د لائن آف کنټرول خلاف ورزي کړي او عام آبادي ئې په نښۀ کړيده ،د بهارتي فورسز دغه ډزو کښې يو زنانه ژوبل شوي هم ده ،آئي ايس پي آر وائي چې جوابي کارروائۍ پاک فوج هندوستان ته خله ماتې جواب ورکړيدے
د آئي ايس پي آر لخوا جاري کړې شوي بيان کښې وئيلې شوي چې بهارتي فوجيانو راولاکوټ سيکټر کښې د لائن آف کنټرول خلاف ورزي کړي او په عامه آبادۍ ئې ناتار ډزې کړيدي چې پکښې يو زنانه ژوبل شويده
آئي ايس پي آر وائي چې ډزو کښې ژوبل شوي زنانه پيژنګلو د سفينه بي بي په نوم شويدے او هغه د علاج لپاره ځائي نزدې هسپتال ته منتقل کړې شويده
آئي ايس پي آر دا هم وئيلي دي چې جوابي کارروائۍ کښې پاک فوج ځوانانو هندوستان ته غاښ ماتې جواب ورکړے او د هغوي توپې ئې خاموشه کړيدي