راولپنډي او اسلام آباد کښې د ډينګي يو سل پنځه نوي کيسونه رپورټ کړي شوي

ملک کښې د ډينګي مريضانو شميره د ديرش زره نه سيوا شويده

راولپنډي او اسلام آباد کښې تير څلريشت ګهنټو دوران د ډينګي يو سل پنځه نوي کيسونه رپورټ کړي شويدي،متاثره کسانو کښې دوه کسان په حق هم رسيدلي دي،د ډينګي نه مړه شوي کسانو شميره شپږ ته ورسيده
اسلام آباد او راولپنډۍ کښې تير څلريشت ګهنټو دوران يو سل پنځه نوي کسانو کښې د ډينګي وائرس تصديق شويدې، چي پکښې يو سل پنځه اوويا د علاج ورستو ډسچارج کړي شويدي
د راولپنډۍ دري واړه سرکاري اسپتالونو ته تر اوسه پوري تقريبا پنځه سوا، دري څلويښت ډينګي نه متاثره مريضان راوستې شوي ، چي پکښې د دووه ويشت کسانو تعلق د اسلام آباد سره وو
دا وخت پندۍ او اسلام آباد کښې د ډېنګي نه متاثره کسانو شيمره دوه زره نه اوړيدلي ده چي پکښې شپږ کسان مړه شوي هم دي