رشيد دوستم او صلاح الدين رباني د حکومت خلاف اتحاد کښې شامل شوي

0
130
رشيد دوستم او صلاح الدين رباني د حکومت خلاف اتحاد کښې شامل شوي

افغانستان کښي سياسي ناقلاري يوځلے بيا سرپورته کړے دے، د اولسمشر لومړي مرستيال رشيد دوستم اوربهرنيوچارو وزارت سرپرست صلاح الدين رباني پشمول ځني نور وزيران د حکومت مخالف اتحاد کښي شامل شوے دي ، د اولسمشر اشرف غني صلاح کار نبي مصدق غوښتنه کړے ده چي دغه ټول وزيران دے استعفا ورکړي
د اولسمشر صلاح کار نبي مصدق خبريالانو ته وئيلي دي چي دا نشي کيدے چي يوسړے د حکومت برخه وي او د حکومت مخالف اتحاد کښي دے هم شامل وي،هغه اووئيل که چرے دوستم او صلاح الدين رباني د حکومت مخالف اتحاد برخه جوړيدل غواړي نو بائد له خپلو وزارتونو نه استعفا ورکړي
د اولسمشر صلاح کار وينا وه چي افغانستان په حواله تير شوي امن مذاکراتو کښي د دنيا اووه ديرش ملکونو نمائندګانو شرکت کړے وو خو د افغانستان خپل خارجه وزير صلاح الدين رباني په کښي نه وو شريک شوي،اولسمشر هغه وخت هم صلاح الدين رباني د وزارت نه لرے کولو فيصله کړے وه خو سي اي او ډاکټر عبدالله عبدالله او نائب صدر سرور دانش هغه له دے ګام اخستو نه منع کړے وو
نبي مصدق مطالبه اوکړه چي رشيد دوستم،صلاح الدين رباني او نور وزيران دے يو فيصله اوکړي چي مخالف ډلو ته تلل غواړي که حکومت کښي شامليدل غواړي